اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی)د پاكستان نېټ بال فېډرېشن د سيوري لاندې پاكستان انټرسكولز نېټ بال چيمپئن شپ به د جنورۍ د 27مې نېټې څخه پي اېس بي كوچنګ سنټر كراچۍ كښې پېل كېږي۔د پاكستان نېټ بال فېډرېشن مدثر آرائيں ووئيل د چيمپئن شپ تيارۍ د اوس نه پېل كړی شوي۔په چيمپئن شپ كښې د ټول هېواد څخه به د سكولونو ډلې برخه اخلي۔چيمپئن شپ به د جنورۍ تر 29مه نېټې روان وي او د چيمپئن شپ په اختتام به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو له انعامات وركولې شي۔په ټورنامنټ كښې د ګډون خواهش لرونكو ډلو عهديدارو د خپلو خپلو ډلو رجسټرېشن تر 25 جنوري فون نمبر 03219229711 يا اي ميل [email protected] د لارې كولې شي