په اېن اے 193 راجن پور كښې به پولنګ د فرورۍ په 26مه نيټه كېږي

لاهور 10 جنوري (اے پي پي) اليکشن کميشن آف پاکستان د قامي اسمبلۍ په خالي چوكۍ اېن اے 193 راجن پور كښې انتخابي شېډول جاري كړے ۔ د الېكشن كمېشن وياند لخوا د جاري اعلاميې له مخې په اېن اے 193 راجن پور كښې به پولنګ په 26مه فرورۍ كېږي كومه چې د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي سردار جعفر لغاري په مړينه خالي شوې ده