وزيراعظم شهباز شريف به د بلوچستان سېلاب ځپلو بحالۍ لپاره لا اقدامات كوي۔ د بلوچستان حكومت ويانده فرح عظيم شاه

کوئټه 10 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه وئيلي دي د جنيوا كنفرنس په مهال نړيوالې ورورولۍ او بېلا بېلو هېوادونو په پاکستان كښې تېر كال د تباه كونكې سېلاب ځُپليو بحالۍ لپاره نزدې د نهه اربه ډالرو مرستې باور وركړے ٬ د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره اوس هم ډېر څه كولو ته اړتيا ده ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان دورې په مهال د سېلاب د تباهۍ منظر په خپلو سترګو ليدلے دے۔ وياندې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به د بلوچستان سېلاب ځپلو بحالۍ لپاره لا اقدامات كوي