په افغانستان كښې د طالبانو په فعاليتونو كښې 57 امنيتي اهلكار مړه او 37 ژوبل شوي

كابل 31 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې د طالبانو په فعاليتونو كښې 57 امنيتي اهلكار مړه او 37 ژوبل شوي دي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې مېجر جنرال عصمت الله دولت زي وئيلي دي چې د طالبانو لخوا بريدونه زيات شوي دي٬ طالبانو په درې ولسواليو د مربوطو بريدونو يوه لړې پېل كړې چې پكښې د نادعلي٬ ګريشك او مرجع ولسوالې شاملې دي۔ د ده په وېنا زياتره امنيتي اهلكار په نادعلي او ګريشك ولسواليو كښې وژل شوي دي۔ د طالبانو لخوا د ولايتي سرښار لشكر ګاه كښې ټوله شپه نښتې روانې وې۔ د افغان چارواكو په وېنا په لشكر ګاه كښې لا سختې نښتې روانې دي