د انډونيشيا په ختيزه جزيره كښې د 7.6 شدت زلزله ٬ ودانۍ زيانمنې شوې

جکارته۔10جنوری(اے پی پی) د انډونيشيا په ختيزه سيمه كښې د يوې كمې آبادۍ په جزيره كښې د نهې په ورځ سهار د 7.6 شدت زلزلې د لاسه يو شمېر ودانۍ زيانمې شوې ٬ د دې سخت جړقونه په قطبي آسټرېليا كښې هم محسوس كړې شول۔ د امريكائي خبري اژانس له مخې د زلزلې د لاسه دوه ښوونځو او 15 كورونو ته زيان رسېدلې ٬ دغسې د يو تن د ژوبل كېدو اطلاع هم ترلاسه شوې ده۔ د ځائي وګړو له مخې د زلزلې جړقونه درې نه تر پنځه سېكنډ محسوس كړې شول۔ دې سره خلق يرې واخستل او له خپلو كورونو څخه لارو ته راووتل۔ د زلزلې مركز د ملكو صوبې تنيمبر جزائر ته نزدې وو چرته چې نزدې 1 لك 27 زره كسان مېشته دي۔ د انډونیشیا د موسميات او جيو فزيكل ايجنسۍ د زلزلې څخه وروستو د سونامي وارننګ جاري كړې وو كوم چې درې ساعته وروستو بېرته واخستې شو۔د امريكائي جیولوجیکل سروے (یو اېس جی اېس) له مخې د زلزلې مركز په زمكه كښې 105 کلومیټره ژور وو۔ دا خبره دې ياده وي چې تېر كال په جنورۍ كښې د انډونیشیا په سېلاوېسي جزيره كښی د 6.2 شدت زلزلې په نتيجه كښې 34 كسان مړه او په كال 2018 كښې هم دې جزیره كښې د 7.5 شدت زلزلې په نتيجه كښې 4300 څخه زيات كسان مړه يا بې دركه شوې وو۔ دغسې په 26 دسمبر 2004 كښی د سماټرا په ساحل د 9.1 شدت زلزلې تباهي خپره كړې وه چې په نتيجه كښې يۍ په انډونيشيا كښې يو لك 70 زره او په مجموعي توګه 2 لكه كسان مړه شوي وو۔