پاکستان د نړيوال مالياتي فنډ پروګرام بشپړولو لپاره عزم لري۔ وفاقي وزير اسحاق ډار

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټرمحمد اسحاق ډار د نړيوال مالياتي فنډ پروګرام بشپړولو لپاره د عزم پخلے كړے۔ د خزانې وزير دا خبره په جنيوا كښې د کلائيمټ ريزيلئينټ پاکستان په سرخط د نړيوال كنفرنس په مهال پاكستان كښې د آئي اېم اېف مشن چيف ناتھن پورټر سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د ماحولياتي او موسمياتي بدلونونو په تناظر كښې سيمه ايزو معيشتونو ته د رامخې ته شوو چېلنجونو جاج واخستے شو او د خزانې وزير اسحق ډار د آئي اېم اېف پروګرام بشپړولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو