وزيرِاعظم محمد شهباز شريف سره جنيوا كښې ډوېلپمنټ لپاره د برتانيې وزير مملكت وليدل

جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف سره جنیوا كښې ډوېلپمنټ لپاره د برتانيې وزير مملكت اېنډرو مچل ليدلي دي او په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره ئې د برتانيه لخوا د هر ډول ممكنه مرسته باور وركړے ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د برتانيې حکومتِ او د برتانيه د ټېكس وركوٶنكو لخوا په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو د مرستې مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د اوسني سېلاب له امله په پاكستان كښې لويه تباهي راغلې چې ورسره كركيله٬ د اولس روزګار او معيشت ته زيان رسېدلے۔ ده ووئيل پاكستان او د پاكستان اولس د برتانيه غوندې د دوست هېوادونو مننه كوي څوك چې په سخت وخت كښې پاكستان سره ولاړ دي۔په دې مهال وزيرِاعظم د پاكستان حکومتِ لخوا د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره په اقدامات رڼا واچوله۔ دغسې وزيراعظم د ډفيډ لخوا د پاکستان د صحت او تعليم په څانګو كښې د مرستې كولو ستائنه وكړه۔ په دې موقع وزيرمملكت اينډرو مِچل وزيرِاعظم ته د پاكستان سېلاب ځپليو په بحالۍ كښې د برتانيې لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو