په مسجد الاقصی اسرائيلي بريدونه٬ او آئي سي بېړنۍ غونډه په جده كښې راوبلله

جدہ ۔9جنوری(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) په عمومي سېكرټرېټ جده كښې یوه بیړنۍ غونډه كیږي په كومه كښې به چې په اولنۍ قبله مسجد الاقصی د اسرائيل د مخ په زياتېدونكو بريدونو صورتحال جاج اخستے شي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د او آئي سي عمومي سېكرټرېټ بيان حوالې سره وئيلي چې د بېړنۍ غونډې پرېكړه په مقبوضه بیت المقدس کښې د اسرائیل د زیاتیدونکی جارحيت او د اقصی جومات د پرله پسې بې حرمتی په تناظر کښې شوې ده۔ په بیان کښې ویل شوي چې په دې وروستیو کښې د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ايتمار بن غفير امنیتي ځواکونو سره د اقصی جومات صحن ته ننوتلې وو۔ بلخوا اسرائيل د مسجد اقصی تاريخي او قانوني حېثيت بدلولو له غاصبانه قوت پرله پسې كاروي۔ او آئي سي مسجد اقصی ته امنیتي ځواکونو سره د اسرائیلي وزیر د ننوتلو پېښې كلكه غندنه كړې وه او دا يۍ په ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو د احساساتو د پارولو او د اړوندو نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي ګرځولې وه۔