هند٬ مدهيه پردېش ايالت كښې د تربيې الوتكه پرېوته ٬ پائيلوټ مړ٬ دوېم ژوبل

نوے ډيلے 06جنوري (اے پي پي) د هند په مدهيه پردېش ايالت كښې د تربيې الوتكه نسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې پائيلوټ مړ او كو پائيلوټ ژوبل شوے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې پوليس په دې لړ كښې ووئيل چې د جمعې په ورځ د مدهيه پردېشايالت د سرښار بھوپال نه 400 كلوميټره شمالي ختيز كښې په ريوا اولسوالۍ كښې د نجي كمپنۍ الوتكه په يو درمسال راپرېوته چې په نتيجه كښې يۍ پائيلوټ مړ او كو پائليوټ ژوبل شو