د روسيه د جنګ بندۍ وړاندېز يو چال دے۔ د يوكرائن صدر

کېف 06جنوري (اے پي پي) د يوکرائن صدر ولوديمير زيلنسکي د روسيه صدر ولاديمير پوټن لخوا د جنګ بندۍ اعلان د يوكرائن پوځ د پېش قدمۍ لاره نيولو لپاره يو چال ګرځولے دے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخېزيلنسکي خپل وېډيو وېنا كښې ووئيل چې اوس ھغوي كرسمس د يو ډهال په توګه استعمالول غواړي، اګرچه مختصراً دې خو ھغوي په ډونباس كښې زمونږ د عسكرو پېش قدمي ايسارولو٬ سامان٬ ګوله بارود او فعاله پوزيشن نزدې كول غواړي۔ ده ووئيل چې جنګ يا خو ھغه وخت ختمېدې شي كله چې ستاسو عسكر په شا لاړ شي يا به ئې مونږ بهر كوٶ۔ د يادونې وړ ده چې په روسيه او يوكرائن كښې په لويه شمېره آرتھوډوکس عيسائي په 6 او 7مه جنورۍ كرسمس لمانځي چې په سبب ئې روسيه په يوكرائن كښې 36 ساعتونو لپاره د جنګ بندۍ اعلان كړے۔ د جنګ بندۍ دا اعلان کريملن د روسيه لارښود پيټريارك کيرل په درخواست كړے