د چين د فلسطين مقدس ځايونو حېثيت په ځائې ساتلو او د اسرائيلي فلسطيني تاؤ تريخواني كمولو له د هڅو په كولو زور

ملګري ملتونه ۔6 جنوری(اے پی پی) چين په اړوندو فريقو زور راوړے دې چې هغه دې د اسرائيل د قومي سلامتيا نوي وزير اتمار بن ګویر په بېت المقدس كښې د مسجد اقصی دورې څخه وروستو په تاؤ تريخوالي كښې د رامخې ته شوي زياتوالي مخنيوي له د صبر او زغم څرګندونه وكړي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په ملګرو ملتونو كښې د چين دايمي استازي ژانګ جون ووئيل چې چين د اسرائيل قومي سلامتيا وزير د مسجد اقصی دورې په نتيجه كښې په تاؤ تريخوالي كښې په رامخې ته شوي اضافه سختې اندېښنې سره مخ دې۔ ده ووئيل په دې ورستيو كالونو كښې د اسرائيل په بېت المقدس كښې يو اړخيزې كارروايۍ په مسئلو او ټكر كښې شدت رامخې ته كړې دې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اسرائيل دې دا ډول حساسې راپارونكو كارروايۍ نه كوي او دغسې د هر ډول يو اړخيزه ګام پورته كولو څخه دې ډډه وكړي كوم چې د صورتحال ناوړه كولو سبب ګرځي۔ ده ووئيل چين د نړيوال قانون سرلوړۍ او د بېت المقدس په اړه نړيوالې موافقې سره ولاړ دے۔ ده ووئيل اړوندو فريقو له به په بېت المقدس كښې د مقدس ځايونو حېثيت په ځائې ساتل وي