پېښور ۔6 جنوری(اے پی پی) د موسمياتو څانګې له مخې سبا د خالي ورځې څخه په خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو او په پورته پرتو سيمو كښې د واورې ورېدو لړۍ پېل كېدو امكان دے۔ پراونشل ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټی خېبر پښتونخوا په دې لړ كښې اړوندو ادارو ته د پېشګي اقداماتو كولو هدايات كړي۔ د پي ډي اېم اے له مخې په پورته پرتو سيمو كښې د واورې ورېدو او لېنډ سلائيډنګ له امله سړكونه بندېدې شي په دې اړه ډي جي پي ډي اېم اے ضلعي انتظاميې ته د وړې لويې مشينرۍ شتون باوري كولو هدايت كړے دے۔ بلخوا په مېداني سيمو كښې د بارانونو په نتيجه كښې په دھند كښې د كمي رامخې ته كېدو امكان ښودلې شوې دې۔ دغسې د بارانونو او واورې ورېدو له امله د ورځې په وختونو كښې به درجه حرارات په ممكنه توګه كم وي۔ دا امكان هم ښودلې شوې چې د بارانونو او واورې ورېدو دا لړۍ به تر ګل ورځې روانه وي۔ د پی ډی اېم اے له مخې سېلګري به موسمي صورتحال څخه خبرې ساتلې شي