
ملګري ملتونه ۔6جنوری (اے پی پی) ملګرو ملتونو په یو راپور کښې ویلي چې هند د کنټرول لائن د څارنې لپاره د نړيوالې ادارې ټاكلي شوي پوځي مبصر ډلې په کار کښې خنډان اودروي چې ورسره د سولې رامنځته کولو لپاره روانې هڅې زيانمنې كېږي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د ملګرو ملتونو مبصر ډلې په خپل راپور كښې وئيلي دي چې هند مبصر ډلې ته په كنټرول لائن او وركنګ باونډرۍ آزادۍ سره د نقل وحركت اجازه نه وركوي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې پوځي مبصر ډلې او نړيواله عمله د مقبوضه جموں وكشمير سفر لپاره د وېزې په ترلاسه كولو كښې زيات تاخير سره مخ كېږي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې هند ډله تر 11 فيلډ سټېشونو په محدود پاتې كېدو مجبوره كړې ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د هند لخوا د لګولې شويو دې بندېزونو د لاسه د ډلې آپرېشنل خرڅونه سوا شوي دي۔ بلخوا هند په مارچ 2020 كښې په جموں او سيالكوټ كښې وركنګ باؤنډري كراسنګ پوائنټ بند كړې وو چې ورسره مبصر ډله تر خپل فيلډ سټېشنونو رسېدو لپاره له واھګه بارډر څخه زياته لرې لاره كارولو سره مخ شوې وه۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې هند په فيلډ سټېشنونو كښې خپل فرض ترسره كوؤنكو ته د لاجسټك او راشن وېړيا آسانۍ وركول هم بند كړې دي او د كال 2013 راهېسې يۍ د استوګنې او خوراك آسانيو په عوض كښې هره مياشت نړيوالې ادارې څخه په لكھونو روپۍ اخستې دي۔