د شهزاده هېري په افغانستان كښې د جنګ په مهال د 25 كسانو د وژلو اعتراف

لندن۔6جنوری (اے پی پی) د برتانیا د پاچا چارلس زوی شهزاده هېري په افغانستان کښې د جنګ په مهال د 25 کسانو د وژلو اعتراف کړے دے۔ د فرانسيسي خبري اژانس د برتانوي رسنیو حواله وركولو سره ویلي چې په “سپېئر” نومې كتاب كښې پرنس هېري زياته كړې ده چې د پائلټ په توګه ده په 6 عملياتو كښې كسان وژلي۔ د شهزاده هېري وېنا ده چې په افغانستان كښې ما د عملياتو په مهال 25 كسان مړه كړي او زه په دې نه وياړ لرم او نه پرې ستومانه يم۔ ده ووئيل دا داسې وه لكه د يو انسان د ژوند بچ كولو له چې د بل انسان ژوند ختم كړے شي۔ شهزاده هېري تر 10 كالو په برطانوي پوځ كښې خذمات ترسره كړي او تر كېپټن رېنك رسېدلې۔ ده ووئيل ما د هېلي كاپټر وړاندې د لګېدلې كېمرې اخستلې شويو عكسونو په بنياد دا اندازه لګولې چې ما څومره كسان وژلې دي۔ ده په خپل ليك كښې د نائن الېون پېښې ځپليو كورنيو سره ملاقات دې اقدماتو لپاره د جواز په توګه وړاندې كړې دې۔