په مقبوضه جمو كشمير كښې د 76 كلونو راهيسې د هند رياستي ترهه ګري او ظلم روان دې۔سېنېټر شيري رحمان

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټرې شيري رحمان وئېلي دي چې په مقبوضه جمو كشمير كښې د 76 كلونو راهيسې د هند رياستي ترهه ګري او ظلم روان دې٬په دې د نړۍ خاموشي او بې بسي د غندنې او افسوس وړ ده۔د زيارت په ورځ په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وفاقي وزيرې ووئيل په ټوله نړۍ كښې د كشمير په اړه د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولو لپاره هر كال په 5 جنوري د خپلواكۍ حق لمانځلې كېږي٬د ملګرو ملتونو د 5 جنوري 1949 قرارداد له مخې په هند لازم ده چې كشميريانو له د خپل سباؤن په اړه د پريكړې كولو حق وركړي خو په دې قرارداد عمل نه دې شوې۔دې ووئيل په مقبوضه جمو كشمير كښې د 76 كلونو څخه د هند رياستي ترهه ګري او ظلم روان دې