په مهاراشټر كښې د هندي پوځ د وسلې په لوې ډپو كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د دوه افسرانو پشمول 17 عسكر مړه او 17 ژوبل شوي

نوې ډيلې 31 مئي (اے پي پي) په مهاراشټر كښې د هندي پوځ د وسلې په لوې ډپو كښې د اور لګېدو پېښه كښې د دوه افسرانو پشمول 17 عسكر مړه او 17 ژوبل شوي دي۔ د هندي ورځپاڼې له مخې د مهاراشټر په پل كلي كښې د وسلې په ډپو د ګل او نهې په مېنځنې شپه اور ولګېدو او د دې نه پس په دې ځائ كښې چاودنې پېل شوې۔ په خوا او شا سيمو كښې كورونه خالي كړې شول۔ په پېښه كښې ژوبل شوي عسكر روغتونونو ته لېږل شوي دي۔ هندي وزيراعظم په پېښه كښې د مړو شويو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې۔ د چارواكو له مخې په اور تر ډېره حده قابو موندل شوے دے۔