نړيواله ورورولي دې د مقبوضه جمو او كشمير اولس له د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق باوري كړي٬ هند په 5م اګست كال 2019 كښې غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات كړي ٬ هند كشميريان پخپله خاوره په يو بې اختياره اقليت كښې بدلولو لپاره په مقبوضه وادۍ كښې آبادياتي او سياسي بدلون كوي۔خارجه وزير بلاول بھټو زرداري

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د جمو او کشمير د اولس خپلواكۍ حق ملاتړ لپاره د عزم پخلي كولو سره په دې خبره زور رواړو چې نړيواله ورورولي په خاص توګه ملګري ملتونه دې پخپلو لوظونو عمل وكړي او داسې اقدامات دې وكړي چې ورسره د جمو او کشمير اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كول باوري شي۔ د زيارت په ورځ د خپلواكۍ د حق ورځ په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير خپل پېغام كښې ووئيل په نننۍ ورځ كال 1949 كښې هند او پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن (يو اېن سي آئي پي) په متفقه توګه د ملګرو ملتونو په اهتمام كښې خپلواكه او د غېر جانبدارانه استصواب رائے د لارې كشميري اولس له د خپلواكۍ حق په ملاتړ كښې قرارداد منظور كړې ٶ۔ ده ووئيل د خپلواكۍ حق د نړيوال قانون يو بنيادي اصول دے كوم چې د بشري حقونو په نړيوال دستاوېز كښې په ځائ ساتلے شوې دې او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د خپلواكۍ د حق پحقله خپل كلن قرارداد كښې د دې توثيق كړې دے۔ خارجه وزير ووئيل دا ورځ نړيواله ورورولي په خاص توګه ملګرو ملتونو له د جمو او كشمير د اولس عزم د احترام ضرورت رامخې ته كوي۔ ده ووئيل د هند په غېر قانوني تسلط جمو او كشمير كښې د هند د قبضې تېر 75 كاله په كشميري اولس د جبر او ظلم د افسوس وړ يو داستان دې۔ ده ووئيل هند په جمو او كشمير كښې ترهه ګري كوي دغه مظلومانو ته د خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق د استعمال او په عزت سره د ژوند كولو د حق وركولو نه سرغړونه كوي، هند په 5م اګست كال 2019 كښې غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات كړي ٬ هند كشميريان پخپله خاوره په يو بې اختياره اقليت كښې بدلولو لپاره په مقبوضه وادۍ كښې آبادياتي او سياسي تبديلۍ كوي۔ بلاول بھټو ووئيل دا وخت دې چې نړيواله ورورولي په خاص توګه ملګري ملتونه پخپلو لوظونو عمل وكړي او داسې اقدامات دې وكړي چې ورسره د جمو او کشمير اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كول باوري شي، دوي له د بشري حقونو خلاف ورزو په سمدستي توګه لاره نيولو او په مقبوضه جمو او كشمير كښې آبادياتي ډھانچه بدلولو لپاره د هندي اقداماتو په بدلولو هم زور رواړل پكار دي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې آزادانه او د غېر جانبدارانه استصواب رائے د لارې د كشميريانو د خپلواكۍ حق ملاتړ لپاره خپل كردار لوبولو٬ د كشميريانو د تر خپلواكۍ حق ترلاسه كولو زمونږ د بشپړه٬ ثابت قدم اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي