پېښور بورډ د مېټرك كلن امتحان 2023 لپاره داخله شېډول جاري كړو

پېښور ۔5 جنوری (اے پی پی) د پېښور تعليمي بورډ د مېټرك كلن امتحان 2023 لپاره داخله شېډول جاري كړې۔ د شېډول له مخې د مېټرك امتحان به د جمعې په ورځ په 28 اپرېل 2023 پېل كېږي كوم لپاره به چې داخله فارم تر 15 فرورۍ جمع كولے شي۔ داخله فارم به تر 27 فرورۍ لېټ او تر 24 فرورۍ ټرپل فيس سره جمع كولے شي۔ د بورډ لخوا نهم جماعت لپاره نارمل فيس 1400 او لسم لپاره 1800 روپۍ مقرر كړے شوے دے