د هند او سري لنكا ترمينځه وړومبې ټي 20 مېچ (نن) كېږي

ممبئي 03 جنوري (اے پي پي) د هند او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه وړومبې ټي 20 مېچ (نن) د نهي په ورځ په 3 جنورۍ ممبئۍ كښې كېږي۔ د تفصيلاتو له مخې د سري لنكا لوبډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد د درې ټي 20 او درې ون ډے انټرنېشنل مېچونو سيريز كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز وړومبې ميچ به په 3 جنوري ممبئۍ، دويم په 5 جنوري پونے او دريم په 7 جنوري راجكوټ كښې كېږي۔ ټي 20 سيريز كښې به د هندي ډلي مشري هارډيك پانډيا و د سري لنكا ډلي مشري ډاسن شناكا كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه ون ډے سيريز به په 10 جنورۍ پېل كېږي۔