مېكسيكو- په زندان د وسله والو بريد – د مړو شمېره 19 ته ورسېده

میکسیکو سټی ۔3 جنوری(اے پی پی) د مېكسيكو په زندان د وسله والو د بريد په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 19 ته رسېدلې ده۔ د چين خبري اژانس د دفاع وزير لوئس كريسينسيو سېنډول حوالې سره وئيلي چې د مېكسيكو په زندان د وسله والو بريد په نتيجه كښې د مړو شمېره 19 ته رسېدلې ده۔ رياستي چارواكو وئيلي چې په بكتر بند ګاډي كښې ناستو وسله والو د زندان په ساتونكو ډزې كړې وې او دې څخه وروستو د زندان كنټرول يو وارې بيا ترلاسه كولو له پوځ او پوليس په ګډه كارروائي وكړه۔