د كورنيو چارو صوبائي وزير مير ضياﺀ الله لانګو د قلات سينئر لارښود محمد اسحاق لانګو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

كوئټه 02 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو صوبائي وزير مير ضياﺀ الله لانګو د قلات سينئر لارښود محمد اسحاق لانګو په مړينه د افسوس څرګندونه كړی۔د كورنيو چارو صوبائي وزير د غمرازۍ په خپل بيان كښې غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي