اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د روغتيا قامي ادارې ( اېن آئي اېچ) وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 3 زره 62 ټېسټونه وكړې شول۔ د ګل په ورځ د نېشنل انسټيټيوټ آف هېلت (اېن آئي اېچ) لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 3 زره 62 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 12 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره د كورونا مثبت كېسونو شرح 0.39 پاتې شوه۔ بلخوا په دې مهال د كورونا بل كوم رنځور په حق نه دې رسېدلې بياهم د 11 كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔د ګرد هېواد په بېلو ښارونو كښې په شويو كورونا ټېسټونو كښې مثبت شرح په اسلام آباد كښې 2.05 او لاهور كښې 0.78 پاتې شوه۔