د بلوچستان د كورنيو چارو محکمې د بې دركه كسانو په معامله د پلټنو په اړه پارلماني کمېشن جوړ كړو

کوئټه 30 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو محکمې د بې دركه كسانو په اړه پارلماني کمېشن جوړ كړې دې۔ د جمعې په ورځ صوبائي حکومت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د پاريماني کمېشن د بلوچستان هائي کورټ په امر جوړ شوې دې د كوم چيئرمېن چې د كورنيو چارو صوبائي وزير ميرضياء الله لانګو دغسې د اسمبلۍ غړي اسدالله بلوچ، زابد ريکي، ملك نصير شاهواني او زمرك اچکزئي د کمېشن غړي مقرر کړې شوي، د کمېشن سيکرټري به د كورنيو چارو ايډيشنل چيف سيکرټري وي۔ اعلاميې له مخې کمېشن به د بې دركه كسانو د معاملې پلټني كوي او د هېواد په ضد د هلو ځلو جاج به اخلي۔