سږ كال د فنانشل اېكشن ټاسك فورس د ګرے لسټ نه رابهر كېدل او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره ډميج فنډ جوړول د پاكستان مهمې كاميابۍ دي۔ د خارجه دفتر وياندې اوونيز بريفنګ

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي سږ كال د فنانشل اېكشن ټاسك فورس د ګرے لسټ نه رابهر كېدل او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره په كوپ-27 كښې ډميج فنډ جوړول د پاكستان مهمې كاميابۍ دي، د پاكستان دوست هېوادونو او شراكتدارو سره د لوړې كچې تبادلې زياتې شوي، پاكستان د چين، تركيه، سعودي عرب او اسلامي نړۍ سره خپل روايتي شراكتداري لا قوي كړې او امريكې سره په اړيكو كښې مثبت پېشرفت شوے، پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير كشالې تصفيې لپاره هر ډول ممكنه هڅې روانې ساتي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د جمو او کشمير شخړې حل لپاره هر ممکن هڅي رواني ساتي۔ دي ووئيل دې كال هم هند د کشميريانو د خپلواكۍ حق او آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسولو لپاره پوځي طاقت استعمالوي، پاکستان ټول كال دوه اړخيزه او سيمه ايزو فورمونو سره سره په نړيواله كچه هم د کشميريانو غږ پورته كړے ، پاکستان د هند په غير قانوني توګه قبضه كړي جمو او کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو ختمولو او د كشميريانو د خواهشاتو او د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د شخړې د منصفانه حل غوښتنه كړې ۔دي ووئيل د او آئي سي وزيرانو کونسل 48مي غونډي او د جمو او کشمير په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ د جمو او کشمير په شخړه مهم قراردادونه منظور کړي او ايکشن پلان ته صلاح يوه شوي۔ وياندي ووئيل سږ كال په 11 دسمبر د او آئي سي سيکرټري جنرل هم د مظفر آباد او لائن آف کنټرول دوره كړې وه۔دې ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د جمو او کشمير شخړې حل له هر ممکن هڅي رواني ساتي۔ دې ووئيل سږ كال پخواني وزيراعظم د چين او روسيه دوره كړې او پخواني خارجه وزير د رومانيه او سپېن دورې هم كړې٬ د دې نه علاوه وزيراعظم محمد شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د ايشيا، يورپ او امريكې دورې كړي۔ دې ووئيل افغانستان، آسټريا، چين، كمبوډيا، ايتھوپيا، المان، ايران، انډونيزيا، قازقستان، قطر، سعودي عرب، سنګاپور، تركيه، تاجكستان، ټوګو، متحده عرب امارات، امريكه او ازبكستان سره د لوړې كچې دورو دې هېوادونو سره تفاهم زيات كړي۔ د خارجه دفتر وياندې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ، د او آئي سي عمومي سېكتر، د اېس سي او عمومي سېكتر او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر د پاكستان دورو نه هم ميديا خبر كړه٬ چا چې د پاكستان او د دې تنظيمونو ترمېنخه په مرسته زياتولو كښې مهم كردار لوبولے۔ وياندې ووئيل پاكستان ارجنټائن، ايتھوپيا، يورپي يونين، هنګري، انډونيزيا، كرغز ريپبلك، لكسمبرګ، مالټا، مېكسيكو، نيدرلينډز، سعودي عرب، سنګاپور، تركيه او ازبكستا سره د دوه اړخيزه ډائيلاګ ميكنزم تابيا كړې٬ په دې كښې لكسمبرګ سره ورومبے ډائيلاګ هم شامل ٶ۔ وياندې ووئيل د امريكې لخوا سېنېټ څخه تصديق شوے سفير څلور كاله پس پاكستان كښې تعينات كړے۔ دې ووئيل امريكې د ملټري هارډ ويئر وركولو لپاره د پاكستان په درخواست اتفاق كړے او باور ئې څرګند كړے چې په اړيكو كښې “ډي هائفينيشن” به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له مرستيالې ثابت شي۔ دې ووئيل د پاكستان پام لرنه اقتصادي مرستې زياتولو٬ د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره مرستې ٬ اعليٰ تعليم او د روزګار موخو لټولو ته ده۔ وياندې ووئيل افريقه سره د پاكستان اړيكو كښې دوه اړخيزه تجارت او سياسي٬ پارلماني، پوځي او د سيكورټي مرستې پحقله مثبت رحجان رامخې ته شوے ٬ افريقې څخه ترسيلات زر 400 مېليونه ډالرو نه زيات شوي۔ د افغانستان پحقله وياندې ووئيل د پنځلم اګست 2021 څخه پاكستان لنډ مهاله افغان حكومت سره مسلسل او عملي روابط جاري ساتلي٬ په دې لړ كښې په تاشقند كښې د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير مولوي امير خان متقي سره د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ملاقات او د وزير مملكت حنا رباني كھر په نومبر كښې د كابل دورې ذكر وكړو٬ په پاكستان كښې په هيډ آف مشن د بريد پحقله وياندې ووئيل افغانستان كښې د پاكستان سفارت كار او مشنز سكيورټي زياته كړې شوې ۔ دې په افغانستان كښې د مېرمنو تعليم پحقله د افغان لنډ مهاله حكومت په پرېكړه د مايوسۍ څرګندونه وكړه۔ وياندې د ھغه ټولو هېوادونو او نړيوالو ادارو مننه وكړه څوك چې په پاكستان كښې د تباهې كونكې سېلاب نه پس انساني مرستې لپاره راوړاندې شوي ٬ په دې كښې بيلجيئم، چين، ډنمارك، يورپي يونين، فرانس، المان، يونان، انډونيزيا، اټاليه، ايران، اردن، ملائيزيا، نيپال، اومان، فلسطين، قطر، روسيه، سعودي عرب، سنګاپور، تاجكستان، تركيه، تركمانستان، متحده عرب امارات، برتانيه، امريكه، ازبكستان او د مرستې نړيوالې ادارې او تنظيمونه شامل دي۔ دې ووئيل سږ كال پاسكتان په 22م او 23م مارچ په اسلام آباد كښې د او آئي سي د 48م وزارتي كنفرنس كوربتوب هم كړے چې پكښې د او آئي سي غړو او مبصرينو ګدون كړے او د دې نه علاوه 24 خارجه وزيرانو او د خارجه وزيرانو په كونسل كښې ګدون كړے۔ دې ووئيل د او آئي سي وزيرانو كونسل په 48مه غونډه كښې او په جمو او كشمير د او آئي سي رابطه ګروپ د كشمير كشالې په اړه مهم قراردادونه منظور كړي او په اېكشن پلان ئې اتفاق كړے۔ وياندې ووئيل سږ كال په 11م دسمبر د او آئي سي عمومي سېكتر د مظفر آباد او لائن آف كنټرول دوره كړې كومه چې د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير په صورتحال د تنظيم د مسلسل تشويش يوه بله څرګندونه وه۔ وياندې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير كشالې تصفيې لپاره هر ډول ممكنه هڅې روانې ساتي