
مانسهره 29 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ مانسهره ضلع كښې د تناول په نامه د نوي تحصيل نوټيفکيشن جاري كړے۔د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د نوي تحصيل نوټيفکيشن او د كورنيو چارو صلاحكار بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې ځائي نمائندګانو او د سيمي مشرانو پلاوي ته وړاندې كړو۔ وزيراعليٰ په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل نوي تحصيل تناول جوړول د مانسهره اولس پخوانۍ غوښتنه وه كومه چې موجوده صوبائي حکومت پوره كړه۔ده هيله څرګنده كړه چې نوي تحصيل جوړولو سره به د سيمي اولس د مسئلو په ځائې كچه حل كولو له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل صوبائي حکومت د صوبې ټولو ضلعو له يو ډول پرمختګ وركولو له ګامونه پورته كوي۔