نوم پنه 29 دسمبر (اے پي پي) د كمبوډيا په يو هوټل او كېسينو كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 30 ژوبل شوې دي۔د چين خبر رسني ادارې له مخې ډپټي نېشنل پوليس چيف او وياند ليفټيننټ جنرال چھائے كم كھوئين ووئيل د كمبوډيا شمالة لويديزي صوبې بنټے مينچے كښې ګرينډ ډائمنډ سټي هوټل او كېسينو كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 30 ژوبل شوې دي كوم چې روغتون ته رسولې شوي۔ده ووئيل په دې اړه پلټني رواني دي۔ پوليس ووئيل ځپلې شوي هوټل او كېسينو كښې 400 ملازمان كار كوي۔