جاپان، د واورې ورېدو له امله 17 كسان مړه٬ 93 ژوبل

ټوکيو 28 دسمبر (اے پي پي) د جاپان په بېلا بېلو سيمو كښې د زياتې واورې ورېدو له امله د رامخې ته شوو پېښو په نتيجه كښې 17 كسان مړه شوي۔ د جاپان سركاري ټي وي له مخې د دسمبر د نيمائي نه تر اوسه د هېواد په شمالي او لويديزو صوبو كښې د زياتې واورې ورېدو له امله د ژوند معمولات مفلوج شوي٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي څانګې”شوبوچو” لخوا د جاري بيان له مخې د افتونو او پېښو په نتيجه كښې 17 كسان مړه او 93 ژوبل شوي۔ د جاپان د موسميات څانګې له مخې د هېواد په شمالي ختيزو صوبو كښې د معمول نه درې چنده زياته واوره ورېدلې ده چې په سبب ئې فضائي او د رېلوے سفر هم تعطل سره مخ دے