سوډان ٬ په ترافيكي پیښه كښې 16 كسان مړه٬ 19 ژوبل

خرطوم۔28دسمبر(اے پی پی) په سوډان كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 16 كسان مړه او 19 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې سوډاني پوليس ميډيا ته ووئيل چې تېره ورځ په قطبي دارفور – ام درمان ستره لاره خرطوم ته راروان يو مسافر بس بې قابو كېدو سره د سړك په غاړه ولاړې لارۍ سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ په بس كښې ناست 16 كسان مړه او 19 نور ژوبل شول۔ ده ووئيل ځائي پوليس او د مرستې ادارو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سوډان په هغه هېوادونو كښې شامل دې چرته چې ترافيكي پیښو كښې زيات كسان خپل ژوند له لاسه وركوي چې سبب يۍ بې پرواهۍ سره ډرائيونګ ٬ د سړك ناوړه حالت او د ګاډو برېك لګولو نافصه نظام دے۔