د ملګرو ملتونو په افغانستان كښې مېرمنو ته د يو برابر استازيتوب په وركولو زور

ملګري ملتونه ۔28 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په افغانستان کښې په ښځو د لګول شویو بندېزونو په اړه اندېښنه ښودلو سره دوئي ته د مساوي استازیتوب حق په وركولو زور راوړې دې۔ د چین خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل له افغان حکومته غوښتنه كړې ده چې د ښځو او انجونو په ضد د بندېزونو لګولو خپله پالېسي بدله كړي او دوئي ته مساوي او معنی لرونکې استازیتوب ورکړي۔ سلامتي كونسل افغان حكومت څخه غوښتنه كړې چې هغه دې ښوؤنځۍ او پوهنتونونه يو وارې بيا پرانيزي او نوې بندېزونه دې بېرته واخلي كوم چې د بشري حقونو او د آزادۍ د احترام نفي كوي۔ سلامتي كونسل وئيلي چې دا بندېزونه د افغان حكومت لخوا اولس سره د كړې لوظونو او د نړيوالو تمو به ضد دي۔