د عرب اماراتو په افغانستان كښې د مېرمنو په اېن جي اوز كښې په كار كولو د بندېز پرېكړې غندنه

ملګري ملتونه ۔28 دسمبر (اے پی پی) متحده عرب اماراتو د طالبانو په ګرد افغانستان كښې د مېرمنو په غېر سركاري تنظيمونو (اېن جي اوز) كښې په كار كولو د بندېز لګولو پرېكړې غندنه كړې ده۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د اقتصاد وزارت د دسمبر په 24 مه ټولو غیر سركاري تنظيمونو ته امر کړې وو چې هغه دې تر بل امر مېرمنې عملې ته د كار كولو اجازه نه وركوي۔ په ملګرو ملتونو کښې د متحده عرب اماراتو دایمي استازې او د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لانا ذکي نسيبه خبردارې ورکړې چې دا پرېکړه به په هېواد کې د بشري مرستو د رسولو مخه ونیسي او د ښځو ٬ كوچنيانو او مشرانو په شمول د ټولنې كمزورې وګړي به وځپلې شي۔ دې وئيل د افغانستان په درې كښې دوه برخې وګړي بشري مرستو ته سخته اړتيا لري او په دوئي كښې 60 لكه وګړي د لوږې خطر سره مخ دي۔ دې زياته كړه چې اسلام د مېرمنو د كردار احترام كوي او د دوئي د حقونو خيال ساتي۔ دې ووئيل چې د طالبانو د حکومت نوې فرمان په مستقيم ډول په ملګرو ملتونو اطلاق نه لري خو د دې ډېر پروګرام د ځائي او نړيوالو اېن جي اوز د لارې ترسره كېږي۔