د اتومي موافقې بحالۍ له د مذاكراتو لاره لا پرانستې ده ٬ ايرن

تهران۔27دسمبر (اے پی پی) ایران ویلي دي چې د 2015 کال اتومي موافقې بحالۍ لپاره له ایران لخوا د خبرو اترو لاره لا پرانستې ده۔ د چين نړيوالې خبر رسنې ادارې له مخې، د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند ناصر کناني تېره ورځ په خپل اوونيز خبري كنفرنس کښې ووئيل ، که لوېديځ لوري د دې موافقې بېرته بحالۍ عزم وكړي نو دا موافقه كېدې شي۔ ده ووئيل دې نه وړاندې امريكې په نومبر كښې د كېدونكو منځ مهاله ټاكنو په بهانه د اتومي موافقې په حتمي مسوده لاس ليك لپاره د بنيادي كار تيارۍ موقعه لا لاسه وركړې۔ وياند ووئيل چې امريكا د ايران د داخلي پېش رفت او د يو كرېن ستونزې په څېر مسئلو حواله وركولو سره يو وارې بيا د مذاكراتو مېز ته راتللو څخه انكار كړې خو د ايران لخوا د مذاكراتو لار لا اوس هم خلاصه ده۔ ده ووئيل حتمي مسوده لاس ليك لپاره چمتو ده او اوس دا په امريكا ده چې څه كوي كومه چې د نړيوال جوهدري توان ايجنسۍ بورډ آف ګورنرز كښې د تهران په ضد د يو نوي قرارداد منظورولو وړاندېز وركولو او د اتومي موافقې بحالۍ كښې د تاخير كولو په څير غېر تعميري ګامونه پورته كوي۔