سعودي عربستان ٬ په مسجد الحرام كښې په چيني ژبه كښې اسلامي سبقونه پېل شول

ریاض۔27دسمبر (اے پی پی) سعودی عربستان په مسجد الحرام كښې په چيني ژبه كښې د اسلامي سبقونو ښودل پېل كړې دي۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې د جنرل پرېذېډنسي څانګې مشر صالح الرشيدي وئيلي چې اسلامي سبقونه اوس په 14 ژبو انګلېسي ٬ اردو، فرانسیسی، ھاؤسا، ترک، مالائی، انډونیشی، تامل، هندی، بنګالی، فارسی، روسی، بورنیو او چيني ژبو كښې ښودلې شي۔ ده ووئيل د دې منصوبې مقصد د غېر عربي ژبو ويونكو مرسته كول دي كوم چې په مسجد الحرام كښې په درستونو كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل هره مياشت 7 زره نه زيات كسان يا خو د سبقونو د ترجمې د لارې يا د جنرل پرېذېډنسي په سوشل ميډيا د خپور كړې شويو اقتباساتو د لارې استفاده كوي۔ په دې مهال د حج او عمرې وزارت په دې وروستيو كښې حج كوؤنكو لپاره يو لنډ فلم “دی جرنی آف اے لائف ټائم‘ لانچ كړے دے۔ د سعودی د حج او عمرې وزير ډاكټر توفيق الربيعه تر اهتمام لاندې دا فلم به په 9 ژبو عربۍ، انګلېسۍ ٬ اردو، فرانسیسۍ، بنګالۍ، فارسۍ، هاؤسا، انډونيشن او تركيه ژبو كښې ښودلے شي۔