بيجنګ 26 دسمبر (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند ماٶ نينګ وئيلي دي د بېلټ اېنډ روډ انېشټيو په اړه مرسته سږ كال زياته شوې٬ پاكستان كښې د کروټ هائيډو پاور سټېشن كارول پېل شوي ۔ د چين ميډيا له مخې د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل په دې لړ كښې د نړۍ نورو پنځو هېوادونو چين سره په اړوندو لوظنامو لاسليك كړے۔ ده ووئيل سږ كال په يوولسو مياشتو كښې بېلټ اينډ روډ انيشيټو پحقله پارټنرز څخه د چين تجارتي حجم 20.4 فيصد زيات شوے ٬ د چين او اروپا ترمېنځه د رېل وے او مال كنټېنرز شمېره كښې لس او يوولس فيصده اضافه شوې ۔ ماٶ نېنګ ووئيل سږ كال آسيان هېوادونو ته د وړومبي هائي سپيډ رېلوے لائن د ازموئنې سفر كامياب شوے ٬ په کمبوډيا كښې وړومبۍ اېكسپرېس وے ټرافېك لپاره بېرته كړې شوې٬ په کروشيا كښې پېلجيسك پل او په پاکستان كښې د کروټ هائيډو پاور سټېشن استعمال پېل شوے۔ د خارجه وزارت وياند ووئيل په راتلونكې كال كښې به د چين صدر شي جن پنګ لخوا د وړاندې كړي بېلټ اېند روډ انېشيټو لسمه سالګره لمانځلې شي٬ چين ټولو ډلو سره په ګډه د بېلټ اېنډ روډ انېشيټو نورې ګټې نړۍ ته رسولو لپاره چمتو دے