بيجنګ 26 دسمبر (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند ماؤ نېنګ وئيلي دي چين به د ايران د اتومي مسئلې سياسي حل لپاره هڅې كوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په بيجنګ كښې د پرېس كنفرس په مهال وياند ووئيل ايران په سمجهوته د عملدرامد اراده څرګندنه كړې او هيله لرو چې اړوندې ډلې به هم د مثبت او تعميري نوعيت اقدام خپل كړي دغسې چې د خبرو اترو نتيجه زر رامخې ته شي۔ وياند ووئيل چين به بېلو ډلو سره په ګډه د ايران د اتومې مسئلې سياسي حل لپاره هڅې كوي ۔ د يادونې وړ ده د ايران خارجه وزير وئيلي دي زمونږ د اروپائي ائتلاف خارجه او د امنيتي پاليسۍ اعلٰې نمائندګانو سره د خبرو اترو په مهال د ايران د تومي مسئلې حقله د جامع سمجهوتې په بحالۍ د آخري اقدام تعين شوے