رياض 24 دسمبر (اے پي پي) سعودي عرب كښې ايكسپو حج كنفرنس به راروان كال جنوري كښې كېږي چې پكښې د 56 هېوادونو شركت متوقع دې۔ د سعودي خبررسني ادارې له مخې د سعودي د حج او عمري وزارت د اړخه ايكسپو حج كنفرنس 9 نه تر 12 جنوري 2023 مكه مكرمه كښې كېږي۔د مكه مكرمه ګورنر شهزاده خالد الفيصل كنفرنس او د نندارتون مشري كوي دغسې په دې ايكسپو كښې 56 هېوادونو پلاوي ګډون كوي۔ايكسپو حج مقصد حرمين شريفين زيارت آسانولو لپاره ټوله نړۍ اعليٰ پوهانو څخه اخستل دي دې سره به سعودي وژن 2030 اهداف بشپړ شي۔ايكسپو حج د زائرينو لپاره د ټولي نړۍ پوهانو د افكار او د خيالاتو څخه استفاده كولو په سوب به د آرام او راحت نوي لاري پرانستلې شي۔د ِ حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه وئيلي دي چې د دې كنفرنس په سوب به د ټولي نړغ تر ټولو كامياب جربو څخه واقفيت ترلاسه شي۔