افغانستان څخه د عسكرو ستنيدو سره يوكرين جنګ لپاره وسائل وركولو كښې مرسته شوي۔امريكا

واشنګټن 23 دسمبر (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن اعتراف كړې چې افغانستان څخه د عسكرو ستنيدو سره يوكرين له د روس په ضد جنګ لپاره وسائل وركولو كښې مرسته شوې ده۔د روس خبررسني ادارې له مخې يو پرېس كنفرنس په مهال ده د امريكا د افغانستان سره جنګ د هېواد تر ټولو اوږد جنګ ګرځولو سره وئيلي كه د امريكې پوځ نن هم په افغانستان كښې وې نو زمونږ لپاره د يوكرين حمايت كولو عمل به كړكيچن شوې ؤ او د روس سره جنګ لپاره به وسائل وركولو كښې ستونزي رامخې ته شوې وي۔ده ووئيل دا رښتيا ده چې د امريكې ځيني اتحاديان او شراكت دار هېوادونه افغانستان څخه په كال 2021 كښې د پوځي انخلا په پريكړه تنقيد هم كړې ؤ خو اوس دا واضح شوې چې د دې پريكړې په نتيجه كښې يوكرين له د جنګ لپاره وسله وركولو كښې آساني ده۔