جاپان،د واوري له امله 8 كسان مړه ،45 ژوبل

ټوكيو 23 دسمبر (اے پي پي) جاپان كښې د تيري اوونۍ راهسې د واوري له امله د مړو شميره 8 ته رسيدلې ده دغسې په دې مهال 45 كسان ژوبل شوې دي۔ د جاپان نشرياتي ادارې د كورنيو چارو وزارت او مواصلات وزارت فائر اينډ ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسي حواله وركولو سره وئيلي چې د واوري له امله د جاپان شمال او لويديزه برخه كښې د ژوند نظام ځپلې شوې دې۔د موسمياتو پوهانو شمالي او لويديزو سيمو كښې د نوري واوري پيشن ګوئي كړې ده۔هېواد كښې د راروانو 24 ساعتونو په مهال په ځينو سيمو كښې 30 نه تر 90 سينټي ميټر واوره پريوتې شي۔چارواكو وګړو ته د ضرورت نه غير د كورونو څخه د نه وتللو اپيل كړې دې۔