ډبليو ايچ او په چين كښې زيات شوې په كورونا كيسز د تشويش څرګندونه

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د روغتيا نړيوالي ادارې ډائريكټر جنرل ډاكټرټيډروس ايډهانوم ګيبرېسس وئيلي دي چې مونږ تيرو څو مياشتو كښې په چين كښې د كورونا په زيات شوې كېسونو تشويش لرو۔ د سعودي خبر رسني ادارې له مخې سويډن كښې د تنظيم جنيوا مركز كښې كال 2022 آخري پرېس كنفرنس ته وينا كښې ډائريكټر جنرل په اوسنو څو مياشتو كښې په چين كښې زيات شوې د كورونا كيسز ذكر كولو سره ووئيل د روغتيا نړيوالي ادارې د مشر په حيث مونږ د دې رنز په زيات شوي كيسونو د اندېښنو سره مخ يو۔ ده د موجوده صورتحال كوټلي جاج اخستلو لپاره د چين حكومت څخه د شميرو شيئر كولو او كورونا كيسونو په اړه پلټنو روانو ساتلو اپيل كړې دې۔