افغانستان كښې د انجونو په اعلې زده كړو لګولے بندېز خفګاني دے ۔تركيه

انقره 22 دسمبر (اےپي پي) تركيه وئېلې دي په افغانستان كښې د انجونو په اعلې زده كړو لګولے بندېز خفګاني او د تشويش وړ دے٬ د تركيه خبررسنې ادارې تر مخه د تر كيه خارجه وزارت خپل بيان كښې وئېلې دي مونږ د طالبانو په دې پرېكړه تشويش لرو٬ تعليم د ټولنې د ټولو وګړو يو داسې بيادي حق دے چې څوك ترې محروم نشي ساتلے كېدے٬ بيان كښې وئېلې شوي په افغانستان كښې د وګرو د هيلو او غوښتنو تر مخه د انجونو او مېرمنو د تعليم وركړه بغېر د كوم امتيازه د هېواد سباون خوشحاله او څوكاله كولو لپاره ډېر اهميت لري ٬ په دې لړ كښې مونږ په دې پرېكړه د نظر ثانۍ كولو هيله لرو٬ بيان كښې وئېلې شوي هيله ده چې ډېر زر به په دې حقله اقامات وكړے شي ٬ ياد دې وي د طالبانو د عبوري حكومت د اعلې تعليم وياند ضياﺀ هاشمي وئېلې وو د هېواد ټولو دولتي او شخصي د مېرمنو پوهنتونونو ته امر شوے چې تر بل امر د مېرمنو د تعليم لړۍ معطل وساتئ۔