افغانستان٫ فراح ولايت كښې چاٶدنه٬ پنځه كسان مړه

کابل 09 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په لويديز فراح ولايت كښې د مائن چاٶدنې په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوې دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د ځائي پوليس وياند وئيلي دي چې د فرحرود اولسوالۍ كښې كروندګرو په پټي كښې كار كولو چې ناڅابه چاٶدنه وشوه او 5 كسان په ټكي مړه او دوه ژوبل شوي٬ مړه او ژوبل شوي يوې كورنۍ سره تعلق لرلو۔ پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔ د يادونې ور ده چې په افغانستان كښې د تېرو څلورو لسيزو راهسې د جنګ په مهال يو شمېر مائن٬ چاٶدېدونكې توكې او نوره شنډه وسله پاتې شوي چې د كومو په سبب دا ډول پېښې رامخې ته كېږي او په نتيجه كښې ئې بې ګناه وګړي په نښه كېږي چې پكښې زياتره كوچنيان شامل وي