هند سېلګرو لپاره د نړۍ دوېم خطرناك ترين هېواد جوړ شوے دے ۔ د امريکې مجله

واشنګټن 08 دسمبر (اے پي پي) د امريکې مجلې سوفټسټ هند سېلګرو لپاره د نړۍ دوېم خطرناك ترين هېواد ګرځولے دے ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د سېلګرۍ ځايونو په اړه امريکې مجلې ” سوفټسټ ” خپل يو رپورټ كښې هند سېلګرو لپاره د نړۍ دوېم خطرناك ترين هېواد ګرځولے دے۔ د سروے له مخئ په هند كښئ په سېلګرو بريدونه او هراسګي معمول جوړ شوے دے او په اقليتونو تشدد او مذهبي انتها پسندي بام ته رسېدلے ده ۔ رپورټ كښې سلګري خبردار كړې شوې دي چې هره ورځ په اقليتونو د ظلمونو په سبب دې دوي د هند مخه كولو نه ډډه وكړي، په دې وروستيو كښې يوې مېرمن يوټيوبر په ممبئۍ كښئ د لائيو سټريم په مهال په سړك سرعام هراسګي سره مخ شوې وه۔ رپورټ كښې هند كښې پاكۍ او غذائي معيار هم انساني صحت لپاره مضر ګرځولے شوے دے۔ ٬رپورټ له مخې د هند يو ارب 30 كروړه آبادي د غربت د كرښې لاندې ژوند كوي او دولت يوازې يو څو كورنيو سره دے