د خېبرپښتونخوا ګورنر سره كمانډنټ فرنټيئر كانسټيبلري وليدل

پېښور08 دسمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره كمانډنټ فرنټيئر كانسټېبلري صلاح الدين محسود ملاقات كړې د ملاقات په مهال په صوبه كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔د زيارت په ورځ پېښور ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال په صوبه كښې د امن او امان مجموعي صورتحال پشمول د فرنټيئر كانسټېبلري په پېشه وره فرائض او چارو خبرې اترې شوي۔ګورنر حاجي غلام علي ووئيل چې امن او امان باوري كولو كښې د اېف سي پشمول ټول اړوند قانون نافذ كونكې ادارې په ښه ډول خذمات ترسره كوي۔