چين په کابل كښې د پاکستان په سفارت بريد وغندلو

بيجنګ 07 دسمبر (اے پي پي) چين د افغانستان په پايه تخت کابل كښې د پاکستان په سفارت د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي چې چين د هر ډول تشدد او ترهګرۍ د كاروائيو مخالفت كوي٬ په بريد كښې يو محافظ ژوبل شوې۔ د چين خارجه وزارت وياند ماٶننګ د معمول بريفنګ په مهال د شورو په ورځ د پاکستان خبررسنې ادارې “اے پي پي” لخوا د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چين په تېره اوونۍ كښې په كابل كښې د پاكستان په سفارت كښې د ترسره شوي بريد غندنه كړې او د هر ډول تشدد او ترهګرۍ په سختۍ سره مخالفت كوي۔ ده په بريد كښې د ژوبل شوي كس سره د همدردۍ څرګندونه هم وكړه۔ وياند ووئيل چين په افغانستان كښې په امنيتي وضعه ژور نظر ساتي۔ ده ووئيل چين به د افغانستان د قامي سلامتيا او د استحكام تحفظ او د هر ډول ترهګرۍ او تشدد مخنيوي لپاره قامي ملاتړ جاري ساتي