د بابري مسجد ړنګول د يو خواخوږي هند علامتي خاتمه وه ٬ تشار ګاندھي

نوے ډيلے ۔7 دسمبر (اے پی پی) د بابري مسجد د ړنګېدو د دېرشمې کليزې بشپړ كېدو په مناسبت د موهن داس كرم چند ګاندھي نمسي اعتراف كړے دے چې د بابري مسجد ړنګول د ېو خواخوږي هند علامتي خاتمه وه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تشار ګاندھي په يو ټويټ كښې ووئيل چې 6 دسمبر 1992د سیکولر او ټولشموله هند د قتل او د انتشار خوښي سياست د زېږېدنې ورځ ده۔ ده ووئيل بابري مسجد ړنګېدل د يو همدرد هند علامتي خاتمه او زمونږ د آئين كالعدم كېدو پلو د روانېدو اشاره وه۔ 30 كاله وړاندې په 6 دسمبر كال 1992 كښې د هندي رياست په اترپردېش ښار ايودھيا كښې د زرګونو په شمېر هندوان نعرې پورته كولو سره په برابري مسجد ورمات شول او دا يۍ شهيد كړو۔ هندي سپريم كورټ په كال 2019 كښې پرېكړه واروله چې د ايودھيا هغه ځائې دې چرته چې هندوانو بابري مسجد ويجاړ كړے وو ٬ د هندوانو ټرسټ ته وركړې شي كوم چې د مندر د تعمير نګران دے۔ د ډېرو خلقو وېنا ده چې د هند د اعلی عدالت پرېكړه د هندوتوا په سياسي ايجنډا قانوني مهر دے۔ يو بل هندي عدالت په كال 2020 كښې د بابري مسجد د ړنګېدو په كېس كښې د ثبوت نه ترلاسه كېدو په بنياد د پخواني دوهم وزيراعظم ايل كے اېډوالي په شمول د مسجد په شهادت كښې ككړ ټول هندوتوا لارښود بري كړل ٬ حال دا دې چې ګردې نړۍ دا هر څه ليدلي او د مسجد ړنګولو د ټولې كارروايۍ وېډيوز په ريكارډ موجود دي