بيجنګ 07 دسمبر (اے پي پي) د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د روسيه خپل همڅنګ ميخائل ميشوسټن سره د چين او د روسيه د وزراء اعظم د 27 م رسمي ملاقات ورچوئل مشري وكړه۔ د چين د خپرونو ادارې له مخې د چين وزيراعظم د روسيه خپل همڅنګ سره ورچوئل ملاقات كړې او هيله ئې څرګندونه كړې ده چې چين او روسيه د دوه اړخيزه مرستې نظام كارولو سره به د اقتصادي او تجارتي مرستې معيار ښه كوني٬ د بندرځايونو د لارې د تجارتي مصنوعاتو ترسيل آسانولو سره به صنعتي و د سپلائي چېن دوامدار ساتلے شي۔ د روسيه وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونه مرسته پرله پسې وده كوي٬ چين سره د معيشت او تجارت مرسته قوي كولو٬ د كلتوري تبادلو ودې او دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره اقدامات كوٶ