ايران، انټيلي جنس فورسز لس ترهګر ونيول

تهران 07 دسمبر (اے پي پي) د ايران انټيلي جنس فورسز ګرد هېواد كښې د عملياتو په مهال لس ترهګر نيولي دي۔ د ايران د خپرونو ادارې له مخې د استخباراتو وزارت خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ په ضد د عملياتو په مهال تهران، اصفهان او کردستان كښې د كاروائيو په مهال لس ترهګر ګرفتار كړې دي ٬ د نيولې شوې ترهګرو تعلق يو انتها خوښ تنظيم (اېم کے او) سره دے۔ ترهګرو څخه په برآمد شوې سامان كښې مارټر ګولې، لاسي بمونه، چاؤدېدونكي مواد، ټوپك او مولوټوف کاك ټيل آلات شامل دي۔