واشنګټن۔7 دسمبر(اے پی پی) د امريكې په نارتھ كېرولائنا رياست كښې په دوه بجلي ګرو د بريد په نتيجه كښې په 45 زره نفوس مشتملې آبادۍ ته د برېښنا رسنه ځپلې شوې ده۔ د ګورنر رائے كوپر له مخې د وسله والو د بريد نخښه جوړ شويو بجلي ګھرو بيا رغونې كار روان دے ٬ بياهم تر دې دمه د بريد د وجوهات په اړه څه هم وئيلې نه شي۔ د امريكائي ورځپاڼې نيويارك ټائمز رپورټ له مخې په ځينو سيمو كښې د برېښنا تنصيباتو لپاره بشپړ حفاظتي انتظامات نه دي شوې او په دې د بريدونو خطر موجود دے۔ د چارواكو له مخې د پېښې سبب او دې كښې ككړ كسان معلومولو له پلټنې پېل كړې شوي دي۔ بلخوا ځايي ودانۍ ته د برېښنا رسنه بيا بحال كولو كښې څو ورځې لګېدې شي۔ اړوندو چارواكو د پېښې څخه وروستو د تنصيباتو حفاظتي انتظامات سخت كړې دي۔