جنېوا۔7 دسمبر(اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې وئيلي دي چې په يوكرېن كښې د روان جنګ په نتيجه كښې تر دې دمه 17 زره نه زيات وګړي وژلې شوي دي۔ د ملګرو ملتونو اېمرجنسي رېليف كوآرډينېټر مارټن ګرېفتھس د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته ويلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر دفتر له مخې د روان كال فرورۍ مياشتې 24 مې نېټې څخه تر د روانې دسمبر مياشتې اولنۍ نېټې په يوكرېن كښې 17,023 وګړي وژلې شوي دي په كومو كښې چې 419 كوچنيان هم شامل دي بياهم اصل شمېره د دې نه هم زياته كېدې شي۔ ده ووئيل چې په بريدونو كښې 600 نه زيات طبي مركزونو ته زيان رسېدلے دے۔ په دې مهال د يوكرېن يو كروړ 40 لكه نه زيات وګړي بې كوره شوي دي په كومو كښې چې 65 لكه په خپل هېواد كښې ژوند كوي او 78 لكه د اروپا بېلو هېوادونو ته د كډوالو په حېث رسېدلي دي۔