
لندن 30 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د نېكو هيلو په څرګندونه او زر روغتيا لپاره په دعاګانو كولو د قام مننه كړې۔ د ګل په ورځ د وېډيو لنك د لارې د قامي اقتصادي كونسل غونډه او د كابينې د خاص غونډې مشري كولو لپاره د پاكستان هائي كمېسون ته د راتګ نه پس خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل چې د ھغه خلقو هم مننه كوم چا چې د ټېلي فون د لارې زما پوښتنه كړې۔ د وزیراعظم به د نهې په ورځ هارټ سرجري﴿ د زړه جراحي﴾ كېږي