ايران يمن ته د وسلې وركولو په اړه د امريكې دعوی مسترد كړه

تهران۔6 دسمبر(اے پی پی) ایران یمن ته وسله وركولو سره اړونده امريكائي دعوی مسترد كولو سره وئيلي دي چې دا تور بېخي بې بنسټه دے او دا يوازې د سياسي استحصال لپاره لګولے شوے دے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې امريكائي سمندري ځواك تېره ورځ په يو بيان كښې وئيلي وو چې دوئي يمن ته تلونكې د ايراني مهيانو نيوونكو يوه كشتۍ نيولې ده كومې څخه چې بارودي مواد برآمد شوي دي۔ د ايران خارجه وزارت وياند ناصر كنعاني په يو بيان كښې ووئيل چې زمونږ هېواد ټول عمري له په يمن كښې امن ٬ استحكام او سوله په ځائې كولو له خپل ټول صلاحيتونه كارولې دي او په دې خبره باور لري چې يوازې يمنې اولس د كومې بهرنۍ لاس وهنې نه غېر د خپل سباؤن پرېكړه كولې شي۔